ابو ظهبي، 12 جنوري، 2024 (وام) -- د ابوظبي په اماراتو کې د املاکو لیږد د 2024 په لومړیو دوه اونیو کې نږدې 1.9 ملیارد درهم ته رسیدلی، چې په کې د مختلف ډوله املاکو واحدونو د پلور او ګروي 348 لیږدونه شامل دي.
د "دارۍ" پلیټ فارم په وینا، چې په ابوظبي کې د ښاروالۍ او ټرانسپورټ څانګې پورې تړاو لري، په اماراتو کې د املاکو ګروي ارزښت د 215 ګروي معاملو د ثبتولو له لارې شاوخوا 1.5 ملیارد درهم ته رسیدلی. د روان کال له پیل څخه تر نن ورځې پورې د پلور ټولیز ارزښت له 356 ملیون درهمڅخه ډیر شوی، چې د 133 پلور لیږد استازیتوب کوي، د 115 چمتو ملکیتونو او 18 آف پلان کې ویشل شوي.
پلیټ فارم په تیره اونۍ کې د ارزښت له مخې د ابوظبي ښار لپاره ترټولو لوی لیږد روښانه کړ. د السعادیت ټاپو د 8.9 ملیون درهم ارزښت سره د لیست په سر کې دی، ورپسې یاس ټاپو دی، چې په پرله پسې ډول څلور مقامونه لري، چې ټولټال شاوخوا 23 ملیون درهم دي. د القصیر سیمه د شاوخوا 4.7 ملیون درهم سره په پنځم ځای کې راغله.
په ابو ظهبي کې د املاکو سکتور په لوړ پوړ کې دی ، چې په ابوظبي کې د املاکو شرکتونو لخوا پیل شوي مختلف پروژو سربیره د ډیپارټمنټ لخوا پیل شوي هڅونې او کیفیت لرونکي املاکو پروژو لخوا ملاتړ کیږي. دې نوښتونو د سیمه ایزو او بهرنیو پانګوالو لپاره د زړه راښکونکي چاپیریال په توګه خپل موقف پیاوړی کړی، د سکټور نړیوال رقابت ته وده ورکوي.
ترجمه: ګوهررحيم