د داغستان مشر د متحده عربي اماراتو د نوښتونو ستاینه وکړه چې د زغم، همغږي او انساني ورورولۍ ارزښتونو ته وده ورکړي

ماخچکلا، 16 جنوري، 2024 (وام) -- د روسیې فدراسیون د داغستان جمهوریت مشر سرګي الیموویچ میلیکوف د خلکو ترمنځ د زغم، هماهنګۍ او انساني ورورګلوۍ د ارزښتونو د ودې په برخه کې د متحده عربي اماراتو د نوښتونو ستاینه وکړه.

نوموړي دغه څرګندونې په ماخچکلا کې د محمد بن زاید د بشري علومو پوهنتون (ايمبۍزيډيوايچ) له پلاوي سره د لیدنې پر مهال وکړې، چې د دغه پوهنتون د رییس خلیفه مبارک الظهري په مشرۍ داغستان ته تللی و.

په دې کتنه کې د ګډو ګټو په برخو کې د متخصصینو د تبادلې او د پوهنې، فرهنګ، ګرځندوی، اقتصاد، چاپېریال، کرنې، روغتیا او نورو پراختیایي برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وشوې. پدې کې د محمد بن زاید د بشري علومو پوهنتون او د داغستان دولتي پیډاګجیکل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک کول هم شامل دي.

میلیکوف وویل چې د متحده عربي اماراتو هڅې د نړیوالې سولې او امنیت په ټینګښت، ثبات ته د رسېدو او د خلکو تر منځ د بشري اړیکو د پلونو په لوړولو کې مرسته کوي.

نوموړي همدارنګه د علم د خپراوي او د علمي پروګرامونو او اکاډمیک نصاب له لارې د اعتدال چلند په برخه کې د محمد بن زاید د بشري علومو پوهنتون د هڅو ستاینه وکړه.

ډاکټر الظهري وویل چې داغستان جمهوریت ته د پوهنتون د پلاوي سفر ډیرې مثبتې پایلې ترلاسه کړې چې د محمد بن زاید د بشري علومو پوهنتون او د داغستان د اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ به د علمي او کلتوري اړیکو راتلونکي ته وده ورکړي.

لیدنه د نورو کلتورونو سره د اړیکو په جوړولو کې د پوهنتون لیوالتیا منعکس کوي او د نړیوالې سولې، ګډ ژوند او بشري ورورولۍ د ودې لپاره د بشردوستانه، پراختیا، او کلتوري برخو کې د متحده عربي اماراتو تجربې شریکوي.

دغه پلاوي د دربنت له تاریخي ښار څخه هم لیدنه وکړه چې د داغستان جمهوریت کلتوري مرکز او د نړۍ یو له پخوانیو تمدنونو څخه دی.

ترجمه: محمدسليمان