نورا الکعبي په ډیپلوماسۍ کې د ښځو په اړه په ګردي میز بحث کې برخه اخلي

دوبۍ، 17 جنوري، 2024 (وام) -- د دولتوزيرې، نورا الکعبي، په ډیپلوماسۍ کې د ښځو په اړه په ګردي میز بحث کې برخه واخیسته، چې په متحده اماراتو کې د سلووینیا جمهوریت سفارت او په دوبۍ کې د فیکر انسټیټیوټ او فیکر کتابتون لخوا تنظیم شوی و. په دې غونډه کې ګڼ شمېر سفیرانو او دیپلوماتیکو استازو ګډون کړی و.

په دې بحث کې په ډیپلوماسۍ کې د ښځو د ونډې د پیاوړتیا لارې چارې او همدارنګه د بهرنۍ پالیسۍ په مدیریت او په ډیپلوماټیک ډګر کې د جنډر د برابرۍ په اړه بحث وشو. ګډونوالو په سکټور کې د ښځو د کار ساحه وڅیړله، او په دې برخه کې یې د خپلو ماموریتونو له لارې ترلاسه شوي بصیرت او تجربې تبادله کړې.

الکعبي په خپله پرانیستونکې وینا کې څرګنده کړه چې د اماراتو ښځو هراړخیزې او ځانګړې لاسته راوړنې د متحده عربي اماراتو د لید یو عملي انعکاس دی چې د مرحوم شیخ زاید بن سلطان آل نهیان او شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان په مشرۍ لومړی اتل شو. ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان دې میراث ته دوام ورکوي، چې په ټولو برخو او سکټورونو کې د ښځو د رول په پیاوړتیا کې مرسته کړې ده.

وزیرې الکعبي د میرمن شیخه فاطمه بنت مبارک د مهم رول ستاینه وکړه، د ښځو د عمومي اتحادیې (جۍډبليويو) مشره، د مور او ماشوم لپاره د عالي شورا رییس، او د کورنۍ پراختیا بنسټ (ايفډۍايف) عالي رییسې "د مور مور" ملت"، د متحده عربي اماراتو په هراړخیز پرمختګ کې د کلیدي شریکانو په توګه د ښځو ملاتړ کول.

سربېره پر دې، هغې په مختلفو کچو کې د ډیپلوماسۍ په برخه کې د ښځو د نفوذ په اهمیت، او د نړیوال ډیپلوماتیک سیسټم په جوړولو او ملاتړ کې د دوی رول او همدارنګه د مخکښو نړیوالو ډیپلوماتیکو کړنو په برخه کې د دوی ارزښتناکه ونډې باندې ټینګار وکړ.

وزیرې الکعبي هم د ډیپلوماټیک عمل په ډګر کې د اماراتي میرمنو په ځانګړي دریځ ټینګار وکړ، چې د متحده عربي اماراتو لیوالتیا منعکس کوي ترڅو د ښځو پیاوړتیا او په پریکړه کولو کې د دوی د رول ملاتړ وکړي.

په تیرو کلونو کې، متحده عربي اماراتو په ډیپلوماټیک سکتور کې د مساوي کاري چاپیریال چمتو کولو له لارې د ښځو استازیتوب پیاوړي کولو ته دوام ورکړی، او ډاډ ترلاسه کوي چې دوی د بریالیتوب لپاره اړین ملاتړ ترلاسه کوي. د متحده عربي اماراتو هڅو په نړیواله کچه د مهمو پوستونو د ساتلو سربیره په مختلفو سازمانونو، نړیوالو فورمونو او ملګرو ملتونو کې د ښځو لویو لاسته راوړنو کې مرسته کړې ده.

هغې د متحده عربي اماراتو لیوالتیا تایید کړه چې له نړیوالې ټولنې سره کار او همکاري وکړي ترڅو په ډیپلوماټیک ډګر کې د ښځو ځواکمنتیا وکړي، او د دوی په وړتیاوو کې پانګه اچونه وکړي، چې د نړۍ په دوامداره پرمختګ کې د دوی رول لوړوي، او د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د ښځو هیلې ترلاسه کوي.

د ګردي میز خبرو اترو کې د سلووینیا د سفیرې نتالیا المنصور په ګډون د متحده عربي اماراتو یو شمیر سفیرانو، میروپي کریسټوفي، د قبرس سفیر؛ هیدي فینامور، د استرالیا سفیر؛ توله يرجوله ، د فنلنډ سفیره؛ دانا گولډفینکا، د لاتویا سفیر؛ ماریا کیمیلری، د مالتا سفیر؛ ریبیکا شیرونا پیریز سروینټس، د پاناما سفیر؛ او لوسي برګر، د اروپایي اتحادیې سفیر ګډون درلود.

په متحده عربي اماراتو کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د پلاوي مشر کلیر ډیلټن؛ په متحده عربي اماراتو کې د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر مشره ساجده شاوا؛ په متحده اماراتو کې د متحده ایالاتو قونسلګرۍ میغان ګریګونس او په متحده عربي اماراتو کې د ملګرو ملتونو د استوګنې همغږي کوونکې ډینا اصف هم په دې غونډه کې ګډون درلود.

ترجمه: محمدسليمان