مناما، 17 جنوري، 2024 (وام) -- د خلیج د مطبوعاتو اتحادیې غړو د متحده عربي اماراتو د ژورنالیستانو د اتحادیې رییس محمد الحمادي د دې اتحادیې د نوي رییس په توګه وټاکه چې مرکز یې په بحرین کې دی.
دغه اعلان د بحرین په پلازمینه منامه کې د خلیج د مطبوعاتو د اتحادیې د بورډ د لومړۍ غونډې په ترڅ کې وشو چې د دې اتحادیې د رسمي پیل څخه وروسته چې د خلیج د همکارۍ په شپږو هیوادونو کې د مطبوعاتو او ژورنالیستانو اتحادیې، بنسټونه او مرکزونه په کې شامل دي.
دغه غونډه د سعودي د ژورنالیستانو د ټولنې د مشر خالد بن حمد المالک، فهد محمد المطیري، د خليجدهمکارۍشورا د عمومي منشي د رسنیو سلاکار؛ د بحرین د خبریالانو د ټولنې مشر عیسی الشیجي، د کویټ د خبریالانو ټولنې مشر عدنان الرشید، د عمان د خبریالانو ټولنې مشر ډاکټر محمد بن مبارک العریمي؛ او سعد بن محمد الرمیحی، د قطر مطبوعاتي مرکز رییس په حضور کې د ډیپلوماتیک رادیسن بلو په هوټل کې جوړه شوه.
ترجمه: محمدسليمان