د متحده عربي اماراتو ولسمشر د اوکراین له ولسمشر سره تلیفوني اړیکه ونیوله

ابو ظهبي، 19 جنوري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د اوکراین د ولسمشر جلالتمآب ولادیمیر زیلینسکي سره تلیفوني اړیکه ونیوله.

د تلیفون په جریان کې، ولسمشر زیلینسکي د متحده عربي اماراتو د منځګړیتوب هڅو لپاره د جلالتمآب څخه مننه وکړه چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د وروستي مهم بندیانو تبادلې المل شو.

دواړو مشرانو د متحده عربي اماراتو او اوکراین ترمنځ د همکاریو پر بېلابېلو اړخونو او د هغو د لا پراختیا پر لارو چارو هم خبرې وکړې. سربیره پردې، دوی د اوکراین په کړکیچ کې وروستي پرمختګونه او د دوه اړخیزو ګټو یو شمیر موضوعاتو ته کتنه وکړه.

جلالتمآب د ټلیفوني تماس په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو دریځ بیا تایید کړ چې د خبرو اترو او تفاهم ملاتړ کوي ترڅو کړکیچ ته د ډیپلوماتیکو حل لارې تعقیب کړي. هغه د متحده عربي اماراتو په ژمنتیا ټینګار وکړ چې د ټولو نوښتونو ملاتړ وکړي چې هدف یې د جګړې په پایله کې د بشردوستانه پایلو کمول دي.

ولسمشر زیلینسکي له جلالتمآب شیخ محمد څخه د اوکراین له خلکو سره د متحده عربي اماراتو د دوامداره بشري مرستو له امله مننه وکړه.

ترجمه: ګوهررحيم