دوبۍ، 18 جنوري، 2024 (وام) -- د سړکونو او ټرانسپورټ ادارې (آرټۍاې) عمومي رییس او د اجراییوي رییسانو بورډ رییس مطر الطیر څرګنده کړه چې د دوبۍ حکومت د پام وړ دولتي پانګوونو مجموعي سپما د سړکونو او ترانسپورتي شبکو د زیربنا په پراختیا کې له 2006 څخه تر 2023 پورې 262 ملیارد درهماندازه شوي.
دا سپما په اصل کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې له امله د وخت د کمیدو او د تیلو د ضایع کیدو څخه دي، په دې موده کې د سړکونو او ټرانسپورټ سیسټمونو د پراختیا لپاره د حکومت لخوا تخصیص شوي 140 ملیارد درهمپه مقابل کې. د RTA راپور شوي عواید په 2022 کې 8.9 ملیارد درهمته رسیدلي.
د دوبۍ نړیوال پروژې مدیریت فورم (ډۍاييپۍايمايف) ته د "مشرانو لویې پروژې او ستراتیژیک بدلونونو" تر سرلیک لاندې کلیدي وینا کې، ال طیر په خپله وینا کې یادونه وکړه، چې د مختلفو ادارو لوړ پوړو چارواکو او استازو پکې برخه اخیستې وه چې دا ډول پانګونې د پام وړ زیاتوالي کې مرسته کړې. د عامه او ګډ ترانسپورت وسیلو په کارولو سره د سپرلۍ شمیر په 2006 کې له 95 ملیون څخه په 2022 کې نږدې نیم ملیارد ته لوړ شو. دې زیاتوالي د عامه ترانسپورت لخوا د سفرونو برخه له 6 سلنې څخه 21.6 سلنې ته لوړه کړه. په 2006 کې د هرو 100,000 نفوس له 21.9 څخه په 2022 کې یوازې 1.9 ته د سړک حادثې په مرګ ژوبله کې ډراماتیک 90 سلنه کمښت.
" سړکونو او ټرانسپورټ ادارې په خپل وخت د لویو پروژو په ترسره کولو کې د پام وړ بریالیتوبونه لیدلي دي. د دې څخه د پام وړ د دوبۍ میټرو سور او شنه کرښې دي، د دوبۍ ټرام، د دوبۍ میټرو 2020 لاره، او د دوبۍ د اوبو کانال. په زیربناوو کې پانګونه د نړۍ د هر ښار د اقتصادي ودې یو مهم محرک دی. د مثال په توګه، زموږ د سړکونو په ځینو پروژو کې د ګټې - لګښت نسبت (بۍسۍآر) تمه کیږي چې تر 2030 پورې به درهم8.8 ته ورسیږي، یعنې د هر درهم پانګونې اقتصادي بیرته ستنیدل تمه کیږي چې درهم8.8 ته ورسیږي.
"الطیر څرګنده کړه په ورته ډول، د دوبۍ میټرو، په 2016 کې د ګټو او لګښتونو ترمنځ د وقفې نقطه ترلاسه کړې، اټکل کیږي چې تر 2030 پورې د هر درهم مصرف لپاره 4.3 درهمبیرته ترلاسه کړي. سربیره پردې، د سړکونو او ټرانسپورټ ادارې پروژې او پروګرامونه د کاربن د پام وړ کمښت المل شوي. د 2014 څخه تر 2023 پورې دوره کې اخراج، چې د نیم ملیارد درهم سپمولو لامل شوی.
ترجمه: ګوهررحيم