د نړیوال روغتیا سازمان عمومي مشر د کوپ28 وقف شوي روغتیا ورځ ستاینه وکړه

جینیوا، 22 جنوري، 2024 (وام) -- ډاکټر ټیډروس اډانوم غیبریوس، د نړیوال روغتیا سازمان (ډبليوايچاو) عمومي رییس، د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون 28م کنفرانس (کوپ28) د پایلو ستاینه وکړه، کوم چې د کوپ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د روغتیا ورځ وقف کړه.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر په ژنیو کې د اجرایوي بورډ په 154 مه غونډه کې په خپلو پرانیستونکو څرګندونو کې وویل چې کوپ28 د اقلیم په وړاندې مقاومت لرونکي او د اقلیم دوستانه روغتیایی سیسټمونو د جوړولو لپاره له 50 څخه زیاتو هیوادونو ملاتړ کولو کې بریالی شوی.

ډاکټر غیبریوس زیاته کړه: "په څلور اړخیزه برخه کې زموږ د شریکانو سره، موږ د ډیری هیوادونو ملاتړ کړی ترڅو د یو روغتیایی عمل پلانونه رامینځته کړي، دا په ګوته کوي چې د انسانانو، حیواناتو او چاپیریال روغتیا له نږدې سره تړلي دي."

ترجمه: ګوهررحيم