د متحده عربي اماراتو ، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ولسمشرانو په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې

ابو ظهبي، 27 جنوري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت له ولسمشر جلالتمآب فیلیکس تسسیکیدي سره د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې دوه اړخیزو اړیکو ته کتنه وشوه او د دواړو هیوادونو او د دوی د اتباعو د دوامدار پرمختګ هیلو ته د رسیدو لپاره د لا زیاتو همکاریو لپاره فرصتونه وڅیړل شول.

جلالتمآب ولسمشر تسسیکیدي ته د وروستیو ټاکنو په ترڅ کې د جمهور رئیس په توګه د بیا انتخابیدو له امله مبارکي وویله او د خپل هیواد د رهبرۍ او د خلکو د ارمانونو په پوره کولو کې یې د لا بریالیتوب هیله وکړه.

د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت ولسمشر د خپل ملت او خلکو په وړاندې د مبارکۍ او د تودو احساساتو له امله د جلالتمآب جمهور رئیس څخه مننه وکړه. هغه د متحده عربي اماراتو سره د ډۍآرسۍ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه چې د دواړو هیوادونو په ګټه وي.

دواړو مشرانو دغه راز د دوه اړخیزو ګټو پر یو شمیر سیمه ایزو او نړیوالو پرمختګونو هم خبرې وکړې.

ترجمه: محمدسليمان