عبدالله بن زاید د پاکې انرژی په لومړۍ نړیواله ورځ ټینګار وکړ چې متحده عرب امارات د یوې باثباته راتلونکې ترلاسه کولو ته ژمن دی

ابوظبي، 26 جنوري، 2024 (وام) – جلالتمآبشیخ عبدالله بن زاید آل نهیان، د بهرنیو چارو وزیر، د یو باثباته راتلونکي د ترلاسه کولو لپاره د متحده عربي اماراتو ژمنې یو ځل بیا تایید کړې.

د پاکې انرژۍ د لومړۍ نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې، چې نن د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لخوا اعلان شوه، د متحده عربي اماراتو لوړپوړي ډیپلوماټ وویل، "د متحده عربي اماراتو د پاناما سره په همکارۍ کې د پاکې انرژۍ د نړیوالې ورځې په اعلان کې د اسانتیا لپاره د یوه ملګري په توګه. د یو باثباته راتلونکي راوستلو ته ژمن پاتې کیږي."

شیخ عبدالله زیاته کړه چې متحده عربي امارات به د انرژۍ د عادلانه لیږد د ترلاسه کولو لپاره د نورو هیوادونو سره کار ته دوام ورکړي او د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره نوي حلونه غوره کړي.

ترجمه: محمدسليمان