پاریس، 30 جنوري، 2024 (وام) -- د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او کلتوري سازمان (یونسکو) لپاره د متحده عربي اماراتو دایمي سفیر علي عبدالله ال علي د فرانسې په پاریس کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د یونیسکو عمومي مشرې آډري ازولي ته خپل باورلیک وړاندې کړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د متحده عربي اماراتو او یونیسکو تر منځ د ښه تاسیس شویو همکاریو بیاکتنه وکړه او د هغو نوښتونو په اړه چې د متحده عربي اماراتو له خوا په ټوله نړۍ کې د منظمو پروګرامونو د ملاتړ په موخه تر سره شوي وو، بیا کتنه وکړه. په دې نوښتونو کې د څو پروژو پلي کول شامل دي په شمول په عراق کې د "موصل روح راژوندي کول"، او د کلتور او هنرونو تعلیم راتلونکی نړیوال کنفرانس چې په فبروري کې به په ابوظبي کې ترسره شي.
ال علي د یونیسکو او د هغې د غړو هیوادونو سره د همکارۍ د زیاتولو په اهمیت ټینګار وکړ، ترڅو د تعلیم، کلتور او ساینس په ډګر کې د نوښتونو له لارې د پایښت لرونکي پراختیا او سوله ایز همغږي پیاوړي کړي.
ترجمه: محمدسليمان