محمد بن راشد د دوبۍ په محکمو کې د نویو قاضیانو د سوګند د مراسمو مشري کوي

دوبۍ، 31 جنوري، 2024 (وام) -- جلالتمآب شیخ محمد بن راشد المکتوم، مرستیال ولسمشر، لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن، د دوبۍ په محکمو کې د 22 نوي ټاکل شوي قاضیانو د سوګند د مراسمو مشري وکړه.

په دغو مراسمو کې چې په الشنداګا مجلس کې ترسره شول، جلالتمآب شیخ محمد د قضائیه قوې نویو ټاکل شویو غړو ته په خپلو نویو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د دوبۍ د قضایي نظام د موثریت د لا زیاتولو په برخه کې یې مرسته وکړه. جلالتمآب له قاضیانو وغوښتل چې تل د انصاف اصول مراعات کړي، په خپله دنده کې د موثریت لوړه کچه وساتي او لوړ مسلکي معیارونه مراعات کړي، د ټولنې په ساتنه او د قانون د حاکمیت پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

په دې مراسمو کې د دوبۍ ولیعهد او د دوبۍ د اجراییوي شورا رییس جلالتمآب شیخ حمدان بن محمد بن راشد آل مکتوم، د دوبۍ لومړی مرستیال شیخ مکتوم بن محمد بن راشد آل مکتوم او د لومړي وزیر مرستیال او د اماراتو د مالیې وزیر هم ګډون درلود.

د سوګند د پورته کولو په مراسمو کې د دوبۍ لوی څارنوال عصام عیسی الحمیدان،ډاکټر سیف غانم السویدي، د دوبۍ د محکمو عمومي رییس؛ او قاضي عبدالقادر موسی محمد، د محاکمې مشر هم حضور درلود.

نویو ګمارل شویو قاضیانو ژمنه وکړه چې عدالت به تامینوي، قانون به رعایتوي او خپلې دندې به په پوره صداقت، صداقت او ایماندارۍ ترسره کوي.

نوي ټاکل شوي قاضیان دا دي: زینب عیسی بدر الحمدي، احمد حمید علي بن خثم، علي عبدالله محمد الهاشمي، ډاکټر حمد عبدالکریم محمد البلوکي، سعود ابراهیم احمد سعید المولا، ډاکټر صقر محمد حسین المولا عطار، ایمان احمد حسن المرزوقي، ډاکټر ایاد علي جابر علي الاحبابي، احمد ایوب محمد نور محمود، راشد سالم احمد المدحاني، هشام محمد محمود علي ال اوجي، محمد مقدي البسیونی عبدلحافظ، یاسر بهاء الدین ابراهیم عبدالعزیز، هشام عبدالرحمن محروس عبدالرحمن، محمد عزت طه احمد، محمد علي احمد سلامه، ولید ابراهیم محمد عبدالوهاب، تیمر محمد الخدیري محمود سعودي، احمد علي سعید الموفي المتولی الموفي موفي، ډاکټر محمد عصام ابراهیم الطرسوي، خالد حسن احمد حسن شبریا، او محمد احمد محمد حسن نصر.

ترجمه: ګوهررحيم