دوبۍ، 7 فبروري، 2024 (وام) -- جلالتمآب شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، مرستیال ولسمشر، لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن، نن د متحده عربي اماراتو او نورو هیوادونو له یو شمیر لوړ پوړو پوځي چارواکو سره وکتل، چې پکې د زاید دوهم نظامي کالج د 48 مې دورې د فراغت مراسم برخه اخیستې وه.
په دې کتنه کې چې په العین کې د کالج په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، جلالتمآب د پوځي پرسونل د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د پوځي پوهې، تخصص او غوره کړنو د تبادلې پر اهمیت رڼا واچوله. جلالتمآب وویل، مشرتابه ژمن دی چې امنیتي ځواکونه په پرمختللو مهارتونو او وسایلو سمبال کړي ترڅو خپل مسؤلیتونه په مؤثره توګه ترسره کړي.
ګډونوالو د زاید دوهم نظامي کالج څخه د نوي کاډټونو د فراغت له امله جلالتماب شیخ محمد بن راشد المکتوم ته مبارکي وویله. دوی همدارنګه د کالج ستاینه وکړه چې فارغانو ته یې د غوره نظامي پوهې او روزنې سره چمتو کړي، چې دا یې د نړۍ ترټولو معتبر نظامي کالجونو کې درجه بندي کړې.
په دې غونډه کې د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ډګرجنرال عیسی سیف المزروعي، د دفاع د چارو د دولت وزیر محمد مبارک فاضل المزروعي او لوی درستیز جنرال عیسی سیف المزروي هم ګډون درلود.
ترجمه: ګوهررحيم