ابوظهبي، 9 فبروري، 2024 (وام) -- متحده عربي اماراتو هغه دوه ترهګریز بریدونه په کلکه وغندل چې د پاکستان په بلوچستان سیمه کې یې په نښه کړل چې په پایله کې یې په لسګونو بې ګناه خلک مړه او ټپیان شول.
په یوه بیان کې، د بهرنیو چارو وزارت (ايماوايفاې) تایید کړه چې متحده عربي امارات د دې جنایتکارانه عملونو په کلکه غندنه کوي او د هر ډول تاوتریخوالی او تروریزم د تل لپاره ردوي چې هدف یې د نړیوالو قوانینو په سرغړونو کې امنیت او ثبات کمزوری کول دي.
وزارت د پاکستان د حکومت او خلکو او د دغه ناوړه جنایت د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټولو ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.
ترجمه: محمدسليمان