انور ګارګش د یمن لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره وکتل

ابوظهبي، 8 فبروري، 2024 (وام) -- د متحده عربي اماراتو د ولسمشر دیپلوماتیک سلاکار ډاکټر انور ګارګش نن د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ سره وکتل او د هغه سره یې د یمن په وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې. د یمن کړکیچ او د یوې تلپاتې حل لارې د موندلو هڅې چې د یمن د خلکو بشري کړاو پای ته ورسوي.

په دغه کتنه کښې ډاکټر انور ګارګشد یمن د کړکیچ د ختمولو لپاره د نړیوالو هلو ځلو او د سیمې په ثبات کښې د هغې له عواقبو څخه د اماراتو په ملاتړ ټینګار وکړ او په دې لړ کښې یې د سعودی عربستان د مهم رول ستاینه وکړه.

هانس ګروندبرګ په همدې اړوند په باب المندب او د سره سمندرګي په سیمو کې د سمندري تګ راتګ پر لارو د بریدونو د عواقبو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او د سیمې د امنیت او د نړیوالو قوانینو او نورمونو چوکاټ د سیمې د هیوادونو او خلکو د ګټو د ساتلو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د یمن په مسئلې کې وروستي پرمختګونه او له ټولو نړیوالو، سیمه ییزو او سیمه ییزو خواوو سره یې خبرې اترې وکړې.

په دې غونډه کې په یمن کې د متحده عربي اماراتو سفیر محمد حمد الزابي هم ګډون درلود.

ترجمه: ګوهررحيم