العریش، 8 فبروري، 2024 (وام) -- متحده عربي اماراتو د مصر د العریش لپاره یو بشپړ مدغم سمندري روغتون په لاره واچاوه چې د فلسطین خلکو ته اړین طبي مرستې چمتو کړي.
دا نوښت د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید ال نهیان له لارښوونو سره سمون لري ترڅو د غزې تړانګې خلکو ته هر ډول ملاتړ او، د ګيلنټ نایټ 3 بشردوستانه عملیاتو برخې په توګه مرستې چمتو کړي.
روغتون چې د خلیفه بندر څخه تیر شوی او د روغتیا ریاست - ابوظبي (ډۍاو؛ايچ) او ابوظهبۍبندرونوګروپ په همکارۍ رامینځته شوی ، د 100 تنو طبي او اداري کارمندان پکې شامل دي چې د مختلف متخصصینو څخه دي ، پشمول د انستیزیا ، عمومي جراحي ، ارتوپيډکس. ، او عاجل درمل، او همدارنګه نرسان او پیرامیډیکس.
دغه روغتون د 100 بسترونو ظرفیت لري، د عملیاتي او جدي پاملرنې خونې، د رادیولوژي څانګه، یو لابراتوار، درملتون او د طبي ګودامونو سربیره، د ایستلو هلیکوپتر، د طبی ایستلو یوه کښتۍ، او امبولانسونه په عصري وسایلو طبي وسایل سمبال دي.
سمندري روغتون د متحده عربي اماراتو د 200 بستریز ساحوي روغتون د عملیاتو بشپړولو لپاره یو اضافي ګام دی چې د 2023 کال د دسمبر په 3 مه نیټه د 17 هیوادونو څخه د 64 رضاکارانو طبي کارمندانو سره پرانستل شو چې پکې 48 نارینه او 16 میرمنې شاملې وې. د متحده عربي اماراتو ساحوي روغتون له 555 څخه ډیر لوی او نازک جراحي ترسره کړي، او په تیرو میاشتو کې یې د 4,038 پیښو درملنه کړې ده.
ترجمه: ګوهررحيم