ابوظهبي، 8 فبروري، 2024 (وام) -- جلالتمآب شیخ منصور بن زاید آل نهیان، د ولسمشر مرستیال، د لومړي وزیر مرستیال او د ولسمشرۍ د محکمې رییس، د وزیرانو د پراختیایي شورا د غونډې مشري وکړه چې د ابوظبۍ په قصر الوطن کې وشوه. ظهبي، د 2023 لپاره د یو شمیر نوښتونو، حکومتي پالیسیو او راپورونو په اړه بحث وکړ.
د غونډې په اجنډا کې د انرژۍ، برېښنا او مخابراتو په برخه کې د ملي پالیسیو او پروژو په اړه بحث او همدارنګه په هېواد کې د سالم ژوندانه د ودې لپاره د ملي تګلارې پر تازه معلوماتو، د ملي ګرځندوی د ودې او د متحده اماراتو د کار بازار د جاذبې د زیاتولو په موخه د یو لړ نوښتونو په اړه بحث وشو.
د اجنډا د یوې برخې په توګه، د وزیرانو پراختیایی شورا د 2022 او 2023 کلونو لپاره د حکومت یو شمیر راپورونه وڅیړل.
ترجمه: محمدسليمان