دوبۍ، 12 فبروري، 2024 (وام) -- ډاکټر ناصر صالح الحربي، د یمن د مالیې وزارت لوړپوړی چارواکی، د نړۍ د حکومتونو سرمشریزه (ډبليوجۍايس) 2024 د ارزښتناکو بصیرتونو او پوهې د تبادلې لپاره د هیوادونو لپاره د یو مهم پلیټ فارم په توګه ستاینه وکړه.
د نړۍ د حکومتونو سرمشریزه2024 د اتم عرب مالي فورم د سرمشریزې دمخه د اماراتو خبري اژانس (وام) سره په خبرو کې ، الحربي د عربي هیوادونو ترمینځ د اقتصادي ، سوداګریزو او پراخه ادغام په وده کې د نړۍ د حکومتونو سرمشریزه په رول ټینګار وکړ.
هغه ټینګار وکړ چې د عرب مالي فورم د مالي پالیسیو د پیاوړتیا لپاره د عرب حکومتونو لخوا ترسره شوي هڅو او اصلاحاتو ښودلو باندې تمرکز کوي. الحربي هم په دغه فورم کښې د يمن په ګډون باندې تاکيد وکړ چې د خپلو روانو اقتصادي او مالي پرمختګونو ښودنه کوي.
ترجمه: محمدسليمان