د فجیره ولیعهد د نړۍ د حکومتونو سرمشریزه 2024 پرانیستلو کې ګډون کوي؛ له څو وزیرانو، میلمنو سره وکتل

دوبۍ، 12 فبروري، 2024 (وام) -- د فجیره ولیعهد جلالتمآب شیخ محمد بن حمد بن محمد الشرقي د نړۍ د حکومتونو د 2024 په سرمشریزه (ډبليوجۍايس) کې چې په دوبۍ کې د "راتلونکي حکومتونو جوړولو" تر عنوان لاندې جوړه شوې وه په پرانستلو کې ګډون وکړ.

د سرمشریزې په جریان کې، شیخ محمد د کلتور وزیر شیخ سلیم بن خالد القاسمي ؛ ډاکټر میثه بنت سلیم الشمسي، د بهرنیو چارو وزیر؛ نورا بنت محمد الکعبي، د بهرنیو چارو وزیر؛ محمد الشرحان، د نړۍ د حکومتونو سرمشریزه سازمان مدیر؛ هودا الهاشمي، د ستراتیژیکو چارو لپاره د کابینې مرستیال وزیر؛ او عبدالله علي الحمودي، په بنګله دیش کې د اماراتو سفیر سره وکتل.

شیخ محمد بن حمد د نړۍ د مهمو مسلو او ننګونو په ګوته کولو کې چې نن ورځ نړۍ ورسره مخ ده، د نړۍ د حکومتونو د سرمشریزې په اهمیت ټینګار وکړ او همدارنګه یې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مشرانو، تصمیم نیوونکو او کارپوهانو په راغونډولو کې مهم رول ولوست.

هغه په ​​سپاټيفايي کې د عامه چارو رییس دستی جینکنز سره هم ولیدل؛ ډاکټر توماس کاهیل، د نیوپاټ شریکانو شریک بنسټ ایښودونکی او مدیریت؛ او جون اورینګر، د شټرسټاک بنسټ ایښودونکی او اجرايوۍرييس؛ د څو نورو په منځ کې هم ولیدل.

د فجیره ولیعهد د نړیوالې غونډې له میلمنو سره د مختلفو موضوعاتو او د عامه او خصوصي سکتورونو ترمنځ د ملګرتیا د اهمیت په اړه نظرونه تبادله کړل. هغه د تجربو د شریکولو په اهمیت او د مختلفو عملونو په اهمیت ټینګار وکړ چې انسانیت ته خدمت کوي او په ټولو برخو کې د ژوند کیفیت لوړوي.

ترجمه: ګوهررحيم