العریش، 19 فبروري 2024 (وام) -- د "ګيلنټنايټ3" بشردوستانه عملیاتو اعلان وکړ چې د مصر د رفح سرحد له لارې غزې تړانګې ته د مرستې نوي کاروان داخلیدل د متحده عربي اماراتو د هڅو د یوې برخې په توګه د فلسطین خلکو سره د اوسني حالات مرستې او راحت لپاره د دوی د هڅو یوه برخه ده.
د اماراتو د مرستو په کاروان کې 14 لارۍ چې 300 ټنه بشري مرستې پکې بار دي، په کې خیمې، طبي توکي او بېلابېل خوراکي توکي شامل دي.
متحده عربي امارات د غزې په تړانګه کې د فلسطین خلکو سره بشري مرستې ته دوام ورکوي، د دوی کړاوونه کموي، او د دوی اساسي اړتیاوې برابروي.
د 2024 کال د فبرورۍ له 18 نیټې راهیسې، د "ګيلنټنايټ3" بشري عملیاتو له لارې د فلسطین خلکو ته د اماراتو مرستې له 15,755 ټنو څخه زیاتې شوې، د 163 کارګو الوتکو، دوه کارګو کښتیو او 476 لاریو له لارې لیږل شوي. په غزه کې د ساحوي روغتون لخوا د ترلاسه شوي قضیو شمیر 5,123 ته ورسید.
متحده عربي اماراتو په ورځ کې د 1.2 ملیون ګیلن تولید ظرفیت سره شپږ د پاکولو کارخانې جوړې کړې چې د غزې خلکو ته ګټه رسوي. سربیره پردې، د غزې تړانګې ته د ننوتلو لپاره پنځه اتوماتیک بیکرۍ د مصر العریش ښار ته لیږل شوي دي.
ترجمه: محمدسليمان