د متحده عربي اماراتو ولسمشر د غانم عبید المزروي پر مړینه خواشیني څرګنده کړه

العین، 20 فبروري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د غانم عبید المزروي په مړینه خپله خواخوږي څرګنده کړه.

جلالتمآب په العین ښار کې د تسلیت له مجلس څخه د لیدنې په ترڅ کې هغې د په حق رسيدلي کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل، د لوی خدای له درباره یې په حق رسيدلي ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر دعا وکړه.

د جلالتمآب سره شیخ محمد بن حمد بن طحنون آل نهیان، د ولسمشرۍ په محکمه کې د ځانګړو چارو سلاکار؛ علي بن حمد الشمسي، د ملي امنیت د عالي شورا سرمنشيهم ملګرۍ و.

ترجمه: محمدسليمان