ګارګش د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره وکتل او د سوریې د کړکېچ په اړه یې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې

دوبۍ، 20 فبروري، 2024 (وام) -- د متحده عربي اماراتو د ولسمشر ډیپلوماټیک سلاکار ډاکټر انور ګارګشنن د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي ګیر او پیډرسن سره وکتل او د سوریې د کړکېچ په اړه یې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د استازي له خوا د کړکېچ سیاسي حل ته د رسېدو لپاره پر ډیپلوماتیکو هڅو تمرکز وشو چې په پایله کې د بشري ناورین د پای ته رسولو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت ډاډ ورکوي.

ډاکټر انور ګارګشپه دې لړ کښې د ملګرو ملتو له کوششونو څخه د اماراتو په ملاتړ باندې تاکید وکړ او ټینګار یې وکړ چې د سوریې د ثبات، یووالی او امنیت د ساتلو او په خپل سیمه ایز چاپیریال کې خپل طبیعی حالت ته د ستنیدو لپاره سیاسی حل لاره یوازینۍ حل لاره ده.

هغه دې ته په اشارې سره چې سیمه د حالاتو او پیچلتیاو په رڼا کښې په سوریې کښې په سیاسی ډګر کښې د پرمختګ لپاره د کار او ګړندیو هڅو ته دوام ورکړی او د حقیقي حلونو او میکانیزمونو د رامینځته کولو لپاره ټول کوششونه سره یو ځای کول پکار دی. د بې ثباتۍ له حالت څخه د وتلو لاره تضمینوي او د بیارغونې او پرمختګ لپاره شرایط په داسې طریقه چمتو کوي چې د سوریې د وروڼو خلکو ګټو ته خدمت وکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د سوریې د کړکیچ د حل لپاره د ملګرو ملتونو وروستي پرمختګونه او هڅې وڅیړلې.

ترجمه: ګوهررحيم