هاګ، 21 فبروري 2024 (وام) -- نن په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې او د سیاسي چارو مرستیالې سفیرې لانا ذکي نصیبه د هالنډ په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته د عربي اماراتو پلاوی د ملګرو ملتونو د مشرې په توګه د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ د حق د پوره کولو او د دوه دولتونو د حل د لارو چارو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د 2022 په ډسمبر کې، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غوښتنه وکړه چې عدالت نړیوالې محکمې د ختیځ بیت المقدس په ګډون په اشغال شوي فلسطیني خاوره کې د اسراییلو د پالیسیو او کړنو څخه رامینځته شوي قانوني پایلو په اړه مشورتي نظر وړاندې کړي.
سفیرې لانا نصیبه د دوه دولتی حل لارې په رامنځته کولو کې د عدالت نړیوالې محکمې د مشورتی نظر په اهمیت ټینګار وکړ، چې فلسطینیان او اسراییل په ګډه سره ژوند کوی. هغې ټینګار وکړ چې د اسراییلو سرغړونې د دوه دولتونو حل ته زیان رسوي او په دې برخه کې یې د غزې په تړانګه کې د ویجاړونکي، روانې جګړې او د ختیځ بیت المقدس په ګډون په لویدیځه غاړه کې د اسراییلو د زیاتیدونکي سرغړونو په اړه خبرې وکړې چیرې چې د میشت ځایونو جوړول او د میشت ځایونو تاوتریخوالی ریکارډ کچې ته رسیدلی.
سفیرې نصیبه د اسراییلو، ملګرو ملتونو او ټولو هیوادونو لپاره د اسراییلو د غیرقانوني کړنو قانوني پایلې تشریح کړې.
سفیرې نصیبه وویل "د ختیځ بیت المقدس او غزې تړانګې په شمول د لویدیځې غاړې د اشغال 56کاله د فلسطین د خلکو په وړاندې د اسرائیلو د پرله پسې سختو سرغړونو بڼه لري. د اسراییلو اشغال غیر قانوني دی او باید پای ته ورسېږي.
د محکمې په وړاندې اجرااتو د وضعیت بیړني حالت ته اشاره وکړه، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خلکو لپاره د خپلواکۍ د نه منلو وړ حق څخه د اسراییلو د روانې سرغړونې په اړه د پوښتنو په اړه د عدالت نړیوالې محکمې لارښود غوښتنه وکړه.
" سفیرې نصیبه زیاته کړه "د څو لسیزو له تاوتریخوالي، بې ځایه کولو او نا امیدۍ وروسته چې د اسراییلو اشغال یې په نښه کړی دی، د اشغال شوې فلسطیني خاورې په ټولو برخو کې د دې اشغال پایله کې سرغړونې په خطرناک سرعت سره مخ په زیاتیدو دي. متحده عربي امارات ډاډه دي چې محکمه مخکې له دې چې د دې سرغړونو په پیژندلو او د قانوني پایلو په ټاکلو کې د مرستې لپاره کافي شواهد لري.
متحده عربي اماراتو باور څرګند کړ چې د اسراییلو د سرغړونو د قانوني پایلو په اړه د عدالت نړیوالې محکمې مشورتي نظر به په نړیوالو هڅو کې د پام وړ مرسته وکړي چې هدف یې د نړیوال قانون سره سم د شخړې سوله ایز حل ترلاسه کول دي.
سفیرې نصیبه ټینګار وکړ "نړیوال قانون نشي کولی د کارټ مینو وي؛ دا باید په ټولو مساوي توګه تطبیق شي. او دا د فلسطین د پوښتنې په اوږده سیوري کې خورا اړین دی: یو بې عدالتي چې له اوو لسیزو څخه زیات دوام لري، او د نړیوال سیسټم ترټولو بنسټیز اصول - د خود ارادیت، بشري حقونو، او. د سولې، عدالت او ازادۍ لپاره زموږ تر ټولو اساسي او نړیوال ارمان دی.
د عدالت نړیوالې محکمې مشورتي بهیر د عادلانه او تلپاتې حل د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی. متحده عربي امارات د سولې، عدالت او د فلسطین د خلکو د حقونو د تحقق په برخه کې په خپلو ژمنو کلک ولاړ دی.
ترجمه: ګوهررحيم