د متحده عربي اماراتو ولسمشر د فیفا له مشر سره وکتل

ابو ظهبي، 21 فبروري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) رییس ګیاني انفانتینو ته ښه راغلاست ووایه، چې د فیفا د ساحلي فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ګډون لپاره هیواد ته راغلی دی، د ټورنمنټ په دوبۍ کې ترسره کیږي.

په دې کتنه کې چې د ابوظبۍ په قصر البحر کې ترسره شوه، د متحده عربي اماراتو او فیفا ترمنځ د همکارۍ اړیکو په ځانګړې توګه د نړیوالو سپورټي ټورنمنټونو د تنظیمولو او د دې همکارۍ د پرمخ بیولو پر لارو چارو خبرې وشوې.

بحثونو د فیفا ساحلي فوټبال نړیوال جام 2024 دوبۍ او د ټورنمنټ په بریا کې مرسته کونکي ، په ځانګړي توګه د زیربنا او تنظیم په برخه کې، د اړوندو سیمه ایزو ادارو او فیفا ترمنځ د همکارۍ تر څنګ فاکتورونه هم پوښلي.

جلالتمآب سپورت ته د متحده عربي اماراتو ژمنتیا د هراړخیز او دوامدار پرمختګ لپاره د خپل لید یو مهم عنصر په توګه ټینګار وکړ. هغه روښانه کړه چې څنګه د نړۍ سپورت پیښې د پلونو په جوړولو او د متقابل تفاهم په وده کې په ټوله نړۍ کې، په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ، د دوی د ارزښتونو بډایه کولو او د سیالۍ روحیه هڅولو کې مهم رول لوبوي.

ښاغلي انفینټینو د متحده عربي اماراتو او فیفا ترمنځ د قوي همکارۍ او همغږۍ څخه مننه وکړه او د هیواد د پرمختللي سپورت زیربنا یې ستاینه وکړه، کوم چې د لویو نړیوالو سپورتي پیښو کوربه توب لپاره د لومړي ځای په توګه موقعیت لري.

په دې مجلس کې د ابوظبۍ ولیعهد جلالتمآب شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان،جلالتمآب شیخ حمدان بن زاید آل نهیان، په الظفره سیمه کې د واکمن استازی؛ جلالتمآب شیخ سیف بن محمد آل نهیان؛ جلالتمآب شیخ نهیان بن زاید آل نهیان، د زاید خیریه او بشردوستانه بنسټ د باوري بورډ رییس؛ لوی درستیز جنرال جلالتمآب شیخ سیف بن زاید آل نهیان، د لومړي وزیر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر؛ جلالتمآب شیخ حامد بن زاید آل نهیان؛ جلالتمآب شیخ خالد بن زاید آل نهیان، د خلکو د هوډ لپاره د زاید د عالي سازمان د بورډ رییس (زيډايچاو)؛ جلالتمآب شیخ طیب بن محمد بن زاید آل نهیان، د ولسمشرۍ په محکمه کې د پراختیا او شهیدانو د کورنیو چارو د دفتر رییس؛ جلالتمآب شیخ نهیان بن مبارک آل نهیان، د زغم او همغږي وزیر؛ جلالتمآب شیخ حمدان بن مبارک ال نهیان، د متحده عربي اماراتو د فوټبال ټولنې (يواېاۍايفاې) رییس؛ جلالتمآب شیخ محمد بن حمد بن طحنون النهیان، د ولسمشرۍ په محکمه کې د ځانګړو چارو سلاکار؛ شیخ راشد بن حمید النعیمي، د ملي المپیک کمیټې مرستیال او د فیفا د ساحلي فوټبال نړیوال جام لپاره د عالي سیمه ایز تنظیم کونکي کمیټې رییس؛ محمد عبدالله حازم الظهري، د متحده عربي اماراتو د فوټبال اتحادیې (يواېاۍايفاې) عمومي منشي او د ساحلي فوټبال نړیوال جام سیمه ایز تنظیم کونکي کمیټې اجرایوي رییس؛ او یو شمیر شیخانو، چارواکو، میلمنو او هیوادوالو هم ګډون درلود.

ترجمه: ګوهررحيم