ابو ظهبي، 27 فبروري 2024 (وام) -- د مالیې وزارت نن د 2024 کال د کابینې 10 پریکړه لیک صادر کړ چې د 2023 کال د اداري جریمې په اړه د کابینې د پریکړې شمیرې 75 څخه د سرغړونو او اداري جریمو مهالویش د کارپوریشنونو او سوداګریزو مالیاتو په اړه د 2022 فدرالي فرمان - قانون نمبر 47 پلي کولو پورې اړوند سرغړونې تعدیل کوي.
د 2024 کال د کابینې نمبر 10 پریکړه به د 2024 کال د مارچ په لومړۍ نیټه نافذ شي.
وزارت ویلي چې د کارپوریټ مالیې ناوخته راجسټریشن لپاره به د 10,000درهماداري جریمه په هغه سوداګرۍ باندې ولګول شي چې د فدرالي مالیې ادارې لخوا ټاکل شوي مهالویش کې د کارپوریټ مالیې راجسټریشن غوښتنلیکونه نه وړاندې کوي.
دا جریمه د مالیه ورکونکو د وخت په وخت د کارپوریټ مالیاتو راجسټریشن له لارې د مالیاتو قوانینو سره موافقت کولو لپاره پلي شوې ، د جریمې مقدار د ناوخته محصول او ارزښت اضافه مالیاتو راجسټریشن سره سمون لري.
ترجمه: محمدسليمان