ایربیل، 28 فبروري، 2024 (وام) -- د اماراتو سرې میاشتې (اۍآرسۍ) د عراق په کردستان کې د اغیزمنو خلکو په ژوند باندې د ژمي د اغیزو کمولو لپاره خپلې بشري هڅې او مرستې ګړندۍ کړي چې د سخت او غیر متوقع موسم شرایطو سره مخ دي.
په شمالي عراق کې د خپلو استازو له لارې، اماراتو سرې میاشتې په اربیل او شاوخوا ولایتونو کې په کمپونو کې شاوخوا 10,000 ګټه اخیستونکو ته ژمنۍ مرستې ویشلې.
په دې مرستو کې د ژمي د اړتیا وړ توکي لکه د تودوخې وسایل، کمپلې، جامې، د ماشومانو د اړتیا وړ توکي او د خوراکي توکو پارسلونه شامل وو، ترڅو د ټيټې تودوخې، سختې یخنۍ او د ژمي د ناروغیو د خپریدو له امله زیانمن شوي کسان په ځانګړې توګه ماشومان خوندي شي.
اماراتو سرې میاشتې خپل پروګرامونه او د مرستې عملیاتو ته وده ورکوي ترڅو د کډوالو او بې ځایه شویو خلکو مخ په زیاتیدونکي بشري اړتیاوې پوره کړي چې د ژمي په جریان کې رنځیږي.
د سازمان لخوا ترلاسه شوي ساحې راپورونه د سړې هوا په جریان کې په کمپونو کې د تودوخې نشتوالی او د کال په دې وخت کې د تودوخې سخت کمښت په ګوته کوي. له همدې امله، اماراتو سرې میاشتې د ژمي له امله د زیانمن شویو خلکو ساتنه کوي او د خوراکي توکو او نورو اړینو اړتیاوو سربیره د دوی د سختو شرایطو سره د مرستې لپاره مرستې چمتو کوي.
اماراتو سرې میاشتې وویل چې دا د منفي بشري شرایطو څخه خبر دی چې د تودوخې توکو او ژمي توکو کمبود له امله رامینځته کیږي ، په ځانګړي توګه ځکه چې د دې مرستې ګټه اخیستونکي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د سړې او غیر متوقع هوا لپاره پیژندل شوي.
د دې اړوند پلان موخه دا ده چې په کردستان، عراق کې د خپلو ژمنیو مرستو څخه د ګټه اخیستونکو ساحه پراخه کړي، او راتلونکی پړاو به په کردستان کې د وروڼو او خویندو لپاره د ډیرو بشري پروګرامونو او ژمنیو مرستو پلي کولو شاهد وي.
ترجمه: ګوهررحيم