د خصوصي سکتور کارمندانو لپاره د روژې په میاشت کې د دوه کاري ساعتونو کمول: د بشري منابعو او اماراتو وزارت

دوبۍ، 4 مارچ، 2024 (وام) -- د بشري منابعو او اماراتو وزارت (ايماو؛ايچآراۍ) د روژې په مبارکه میاشت کې د خصوصي سکتور کارمندانو لپاره هره ورځ د دوه کاري ساعتونو کمولو اعلان وکړ.

وزارت وویل چې د دوی د اړتیاو او ماهیت سره سم، شرکتونه کولی شي د روژې په میاشت کې د ورځني کاري ساعتونو په حدودو کې د انعطاف وړ یا لیرې کاري نمونې پلي کړي.

دا اعلان د 2021 د فدرالي فرمان قانون نمبر 33 په پلي کولو کې راځي چې د کار اړیکو تنظیم او د هغې تعدیلات دي.

ترجمه: ګوهررحيم