نیویارک، 22 جنوري 2022 (وام)-- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې تړلې غونډې په ترڅ کې، په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې، لانا نسیبیه، د حوثي ترهګریزو بریدونو په اړه یو محرم معلومات وړاندې کړل.له سفیر نسیبه سره د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو یو چارواکي هم ملتیا کوله. د غونډې له پای ته رسیدو وروسته، شورا یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې د حوثیانو ترهګریز بریدونه یې وغندل چې په متحده عربي اماراتو او همدارنګه د سعودي عربستان سلطنت یې په نښه کړ.مطبوعاتي بیان د حوثیانو د دې تروریستي اعمالو لپاره د حساب ورکولو په اړتیا ټینګار وکړ او له ټولو هیوادونو یې وغوښتل چې د متحده عربي اماراتو له حکومت سره په دې کار کې همکاري وکړي. لانا نسبیه وویل "نن ورځ، شورا په یوه غږ سره خبرې وکړې چې د حوثیانو لخوا دا سخت تیری د نړیوالې ټولنې لپاره یو ښکاره ګواښ دی."دا ترهګریزو بریدونو نه یوازې د متحده عربي اماراتو د اتباعو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، بلکې د ملګرو ملتونو د هر غړي هیواد اتباع چې متحده عربي امارات یې خپل کور ګرځولی دی. دا جرمونه او په راتلونکي کې د ظلمونو د مخنیوي لپاره.متحده عربي اماراتو د جنورۍ په ۱۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رئیس ته یو لیک استولی و چې د حوثي تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره یې د شورا د غونډې غوښتنه کړې وه.د جنوري په 17 د متحده عربي اماراتو په وخت د سهار په 10 بجو، حوثي ملیشو د مصفا ايي سۍ اي ډۍ 3 سیمه او د ابوظبي په نړیوال هوایی ډګر کې نوې ساختماني سیمه په نښه کړه چې دواړه ملکي زیربناوې دي. حوثي یاغیانو د دې بریدونو مسوولیت منلی، چې په ترڅ کې یې درې ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.دا وروستی برید د حوثیانو لخوا د تکرار شوي ترهګریز چلند یوه بیلګه ده. د جنوري په 12، متحده عربي اماراتو د منځني ختیځ د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د حوثیانو لخوا په سور سمندر کې د متحده عربي اماراتو بیرغ لرونکي ملکي کارګو کښتۍ نیول د سمندري غلو د عمل په توګه وغندل.د ملکي کارګو کښتۍ چې د روابي په نوم پیژندل کیږي د جنوري په 3 د حوثیانو لخوا ونیول شوه.
ترجمه: محمد سليمان https://wam.ae/en/details/1395303013774