متحده عربي اماراتو د پاکستان په پېښور ښار کې پر جومات ترهګریز برید په کلکه وغانده

ابوظهبي، 4 مارچ، 2022 (وام)-- متحده عرب اماراتو د پاکستان په پېښور ښار کې په یو جومات ترهګریز برید په کلکه وغانده چې د جمعې د خطبې په ترڅ کې یې ګڼ عبادت کوونکي ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت په یوه بیان کې ټینګار کړی چې متحده عربي امارات د دې جنایتکارانه عملونو په کلکه غندنه کوي او د ټولو بشري ارزښتونو او اصولو په خلاف د امنیت او ثبات د بې ثباته کولو په هدف د تاوتریخوالي او ترهګرۍ هر ډول ډولونه په کلکه ردوي.دغه وزارت همداراز د پاکستان حکومت او د پاکستان دوستو خلکو او د دغه ناوړه جنایت د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395303026799