ابوظهبي، 18 جنوري، 2023 (وام) -- د عمان سلطان هیثم بن طارق؛ د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني؛ د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د چهارشنبې په ورځ ابوظبۍ ته ورسېد.
ابوظبۍ ته د ولسمشرۍ په الوتکه کې د رسیدو سره، دوی د ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان لخوا هرکلی وکړ.
جلالتمآب شیخ حزا بن زاید آل نهیان، د ابوظبي د اجرایوي شورا مرستیال؛ د ملي امنیت سلاکار جلالتمآب شیخ طنون بن زاید آل نهیان؛ او د صدر اعظم مرستیال او د صدارتي محکمې وزیر جلالتمآب شیخ منصور بن زاید آل نهیان هم موجود وو.
د بحرین پاچا حمد بن عیسی الخلیفه او د اردن پاچا عبدالله دوهم بن الحسین تر دې مخکې دغه هېواد ته رسېدلي دي.
د جي سي سي، مصر او اردن مشران به د ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان له خوا په رابلل شوې ورورګلوي مشورتي غونډه کې ګډون وکړي، چې په پلازمینه ابوظبي کې جوړیږي.
د مشورتي غونډې په ترڅ کې به ولسمشر شیخ محمد د وروڼو هېوادونو له مشرانو سره د ښو اړیکو د ټینګښت او په سیمه کې د ثبات او سوکالۍ لپاره د همکارۍ په بېلابېلو برخو خبرې وکړي.
https://wam.ae/en/details/1395303120167
ترجمه: محمد سليمان