ابو ظهبي، 6 فبرورۍ ، 2023 (وام) -- د زغم او سولې نړیوالې شورا پر دولتونو او بنسټونو غږ کړی چې په سوریه او ترکیه کې د ژغورنې د روانو هڅو ملاتړ وکړي، وروسته له دې چې په دواړو هېوادونو کې د نن ورځې زلزلې له امله ګڼ شمېر کسان مړه او ژوبل شول.
د دغې شورا مشر احمد بن محمد الجروان نن په یوه بیان کې د سوریې ولسمشر بشار الاسد او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او همدارنګه د دواړو هېوادونو ولسونو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کړه.
الجروان د قربانیانو له کورنیو سره د شورا او د هغې د همکارانو او غړو پیوستون څرګند کړ، هغوی ته یې د روغتیا او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله وکړه.
https://wam.ae/en/details/1395303125699
ترجمه: ګوهر رحيم