د متحده عربي اماراتو ولسمشر د سوریې او ترکیې ولسمشرانو ته ټیلیفوني خبرې وکړې، تسلیت او خواخوږي یې څرګنده کړه

د متحده عربي اماراتو ولسمشر د سوریې او ترکیې ولسمشرانو ته ټیلیفوني خبرې وکړې، تسلیت او خواخوږي یې څرګنده کړه

ابو ظهبي، 6 فبروري، 2023 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د سوریې ولسمشر بشار الاسد او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره دوه جلا تلیفوني خبرې وکړې.

په دې ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو جمهور رئیسانو، د هغوی خلکو او د دواړو هېوادونو د زلزلې له امله د زیانمنو شویو کسانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل. هغه د خپل ملاتړ او پیوستون وړاندیز هم وکړ او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.

جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د سوریې او ترکیې لپاره د متحده عربي اماراتو په ملاتړ ټینګار وکړ او د زلزلې د اغیزو د کمولو په برخه کې یې د هر ډول مرستې وړاندیز وکړ.

د سوريې او ترکيې ولسمشرانو له جلالتمآب څخه مننه وکړه او د متحده عربي اماراتو د دوامدار پرمختګ او برياليتوب هيله يې وکړه.

https://wam.ae/en/details/1395303125571

ترجمه: محمد سليمان