د متحده عربي اماراتو ولسمشر، د عراق د کردستان سیمې ولسمشر د اړیکو د پراختیا بیاکتنه وکړه

ابوظهبي، 9 مارچ، 2023 (وام) – ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د عراق د کردستان سیمې ولسمشر نیچروان بارزاني د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د پرمختګ امکانات وڅیړل.

دا په داسې حال کې ده چې جلالتماب شیخ محمد بارزاني نن د ابوظبۍ په قصر الشاطي ماڼۍ کې وکتل او هلته یې له عراق سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو په مختلفو اړخونو او په ځانګړې توګه له کردستان سیمې سره خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د ولسمشرۍ په چارو کې د دولت د وزارت د خاصو چارو سلاکار جلالتماب شیخ محمد بن حمد بن طحنون آل نهیان او د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي بن حمد الشمسي هم حضور درلود.

https://wam.ae/en/details/1395303137291

ترجمه: ګوهر رحيم