جلالتماب شیخ محمد د متحده عربي اماراتو د ولسمشر کپ ګټونکي د شارجه فوټبال کلب له پلاوي سره وکتل

ابوظبي، 2 می 2023 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د شارجه فوټبال کلب له استازو سره وکتل، چې په دې وروستیو کې یې د ټیم په تاریخ کې د لسم ځل لپاره د متحده عربي اماراتو د ولسمشر کپ وګاټه.

په دې کتنه کې چې د ابوظبۍ په قصر البحر کې ترسره شوه، جلالتمآب د ټیم لوبغاړو، تخنیکي او اداري کارکوونکو او د متحده عربي اماراتو د فوټبال مینه والو ته مبارکي وویله.

نوموړي د لوبډلې د لا نورو سيمه ييزو او نړيوالو برياوو هيله وکړه او د کپ په پايلوبه کې يې د برياليتوب ستاينه وکړه.

د شارجې ايف سۍ پلاوي له جلالتمآب جمهور رئیس سره د لیدنې په موخه د بلنې په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او په متحده عربي اماراتو کې یې د ورزشي سکتور او ورزشکارانو د ملاتړ او همدارنګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ورزشي لاسته راوړنو لپاره د دوی هڅو ته د دوام ورکولو له امله مننه وکړه.

په دې کتنه کې چې د جمهور رئیس مرستیال، د لومړي وزیر مرستیال او د ولسمشرۍ د محکمې د عالي شورا رئیس جلالتمآب شیخ منصور بن زاید آل نهیان ؛ جلالتمآب شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان، د ابوظبي ولیعهد؛ جلالتمآب شیخ طنون بن محمد آل نهیان، په العین سیمه کې د ابوظبي د واکمن استازی؛ جلالتمآب شیخ نهیان بن زاید آل نهیان، د زاید خیریه او بشردوستانه بنسټ د باوري بورډ رییس؛ لوی درستیز جنرال جلالتمآب شیخ سیف بن زاید آل نهیان، د لومړي وزیر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر او یو شمیر شیخان هم حضور درلود.

د شارجه ایف سي وفد سره یو شمیر شیخان او چارواکي هم موجود وو.

 

https://wam.ae/en/details/1395303153235

 

ترجمه: ګوهر رحيم