متحده عربي اماراتو په سومالیا کې وچکالۍ ځپلو خلکو ته مرستې رسولې

موګادیشو، 13 مارچ ، 2023 (وام) -- په موګادیشو کې د متحده عربي اماراتو سفارت د سومالیا حکومت ته د خلیفه بن زاید ال نهیان فاونډیشن لخوا چمتو شوي مرستې وسپارلې.

د موګادیشو په بندر کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د شارژدافیر سیف علي الراشش په حضور کې ټولټال 193 ټنه امدادي توکي واستول شول. محمد مولیم، د سومالیا د ناورین مدیریت ادارې رییس؛ او عبدالعزیز عثمان، د موګادیشو د ټولنیزو چارو مرستیال ښاروال، او همدارنګه د سومالیا د وچکالۍ د مرستې کمیټې غړي.

د مرستې توکي به په پلازمینه موګادیشو کې زیانمنونکو کورنیو او داخلي بې ځایه شویو (ايي ډۍ پۍ) ته وویشل شي، په شاوخوا سیمو کې د ايي ډۍ پۍ کمپونو تمرکز سره.

دا تحویل د متحده عربي اماراتو د بشردوستانه او خیریه ادارو د هڅو یوه برخه ده چې د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید ال نهیان په لارښوونو سره په سومالیا کې د سختې وچکالۍ ځپلو خلکو ته مرستې چمتو کوي.

د سومالیا لپاره د خوراکي توکو څو کښتۍ د موګادیشو او کسمایو (جوبالند سیمه)، بوساسو (پونټلینډ سیمه) او بربیرا (سومالیلینډ سیمه) بندرونو ته رسیدلي دي.

د سومالیا چارواکو چې د سپارلو په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه د متحده عربي اماراتو له حکومت او خلکو څخه مننه وکړه چې د سومالیا خلکو سره د وچکالۍ او د اوبو کمښت سره د مبارزې په برخه کې د مرستې چمتو کولو له لارې دوام لري.

متحده عربي اماراتو د اوسني بشري ناورین له پیل راهیسې د سومالیا سره مرسته کړې، چې په تیرو څلورو کلونو کې د باران له کمښت وروسته وچکالۍ رامینځته شوی. لکه څنګه چې متحده عربي امارات په اغیزمنو سیمو کې خلکو ته مرستو ته دوام ورکوي، تمه کیږي چې د اماراتو د سرې میاشتې ادارې یوه بله مرستندویه بیړۍ به د زرګونو ټنو امدادي توکو سره راشي.

https://wam.ae/en/details/1395303139750

ترجمه: ګوهر رحيم