د متحده عربي اماراتو ولسمشر د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له سکرتر سره وکتل
ابوظهبي، 16 مارچ ، 2023 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا له سکرتر علي شمخاني سره وکتل.
په دغه کتنه کښې د ایران او اماراتو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیاو د پراختیا په زمینه کښې د شیخ محمد شمخانی له خوا خبرې اترې وشوې. د دوی په خبرو کې د دوه اړخیزو اندیښنو سیمه ایز او نړیوال مسایل هم شامل دي او په سیمه کې د سولې او همکارۍ د ملاتړ لپاره د کار کولو اهمیت د دې لپاره چې د خلکو لپاره د پرمختګ او سوکالۍ وړ شي.
په دې کتنه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار جلالتماب شیخ طحنون بن زاید آل نهیان، جلالتماب شیخ منصور بن زاید آل نهیان، د لومړي وزیر مرستیال او د ولسمشرۍ د محکمې وزیر؛ جلالتماب شیخ حمدان بن محمد بن زاید آل نهیان؛ جلالتماب شیخ محمد بن حمد بن طحن النهیان، د ولسمشرۍ په محکمه کې د ځانګړو چارو سلاکار؛ او علي محمد حمد الشامسي، د ملي امنیت د عالي شورا منشي هم حضور درلود.
https://wam.ae/en/details/1395303139690
ترجمه: ګوهر رحيم