د متحده عربي اماراتو ولسمشر د فلسطین د هوارا ښار د بیارغونې لپاره د درې ملیون ډالرو مرستې لارښوونه وکړه
ابو ظهبي، 16 مارچ، 2023 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د فلسطین د هوارا ښار د بیارغونې او د وروستیو پیښو له امله اغیزمنو خلکو سره د مرستې لپاره د 3 ملیون ډالرو چمتو کولو لارښوونه کړې.
دا نوښت به د ابوظبي ښاروالۍ او ټرانسپورټ څانګې (ډۍ ايم ټۍ) لخوا د اماراتي-فلسطین دوستۍ کلب په همکارۍ ، د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره د متحده عربي اماراتو د بشردوستانه هڅو د یوې برخې په توګه پلي شي.
د نوښت پلي کولو او ملاتړ چمتو کولو میکانیزم په اړه د بحث لپاره یوه غونډه د ډۍ ايم ټۍ لخوا جوړه شوې وه او د ابوظبي اجرایوي شورا غړي او د ښاروالۍ او ترانسپورت ریاست رییس محمد علي ال شرفا په کې برخه اخیستې وه؛ او یو فلسطیني هیئت چې پکې د هوارا ښاروالۍ ښاروال معین دمیدي ؛ جلال اوده او محمد عبد الحمید، د ښاروالۍ د شورا غړي؛ او عمار الکوردي، د امارات-فلسطین دوستۍ کلب د بورډ رییس هم شامل وو.
په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ښاروالۍ د کارونو په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا هم خبرې وشوې.
ال شرفا د فلسطیني هیئت هرکلی وکړ او د فلسطین د خلکو د ملاتړ او په هوارا کې د اغیزمنې شوې سیمې د بیارغونې په برخه کې د مرستې لپاره د متحده عربي اماراتو د مشرتابه لیوالتیا یې بیا تایید کړه.
https://wam.ae/en/details/1395303139631
ترجمه: محمد سليمان